ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د تهران ضده بندیزونو د لیری کولو لپاره د ایران او امریکا ترمینځ غیر مستقیم مذاکرات د شنبې په ورځ د عمان په پلازمینې کې ترسره شوې.دا په داسې حال کې دي چې له دوو میاشتو نړیوالو سیاسي بحثونو او شور ماشور وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت له امریکا سره د غیر مستقیمې خبرې اترې په اړه هوکړه وکړه، دا مذاکره چې د شنبې په ورځ په مسقط کې د دریم ګړې هېواد په توګه ترسره شوې ،په سمیه ایزه او نړیواله سویه ئې تود هرکلی شوی دی.
د عمان غیر مستقیم مذاکرات د ایران او امریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو د کمولو لپاره د دیپلماتیکو هلوځلو یوه برخه ده، چې له ډېرې مودې راهیسې د ایران د ایټمي پروګرام، بندیزونو او سیمهایزو تنشونو له امله زیات شوي دي.
خو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مسؤلین دا مذاکرات د امریکا د نیت د ازموینې په توګه ګڼي؛ لکه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند «اسماعیل بقائی هامانه» په وېنا چې د جمعې په ورځ د غیر مستقیم خبرو اترو په درشل کې په ایکس په سوشل میډیا کې ولیکل :موږ دیپلوماسۍ ته د یوه حقیقي فرصت په ورکولو سره په غوره نیت او بشپړه هوښیارتیا سره ګام اوچتوو. امریکا باید د دغه فرصت قدرونه وکړي.
د بهرنیو چارو د ادارې ویاند دا هم وویل چې تهران نه وړاندوینه کوي او نه هم وار له مخکې قضاوت، او د دې یادونه هم وکړه چې ایران په شنبې په ورځ د مخالف لوري نیت او جدیت وازمویې او د هغه سره سم به خپل راتلونکي ګامونه تنظیم کړي.
پخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچی» په یوه لیکنه کې چې په امریکایی مجلې واشنګټن پوسټ کې خپره شوه، د عمان غیرمستقیمو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل چي کار اوس امریکا ته معطله دی.
په همدې لړ کې د ایران د پارلمان د ملی امنیت د کمیسیون د مشرتابه غړی «بهنام سعیدی» له امریکا سره د ایران د غیر مستقیمو د مذاکراتو د الزاماتو په هکله وویل چي د سوله ایز ایټمي پروګرام دوام، دفاعي او توغندوي وړتیا د ایران سره کرښه ده، ځکه چي دا د ایران حق دی او د دې په سر هیڅ جوړجاړی نه شي کېدای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مارک روبیو» هم د پنجشنبه په شپه هیله څرګنده کړه چې د امریکا او ایران ترمینځ مذاکره د سولې لامل شي.
بلخوا د لوېدیځې اسیا په سیمه کې د تاؤتریخوالو، جګړو او شخړو د اصلي لوبغاړي په توګه صهیونيستي رژیم لا هم د نړیوالو دیپلماتیکو پروسو د حاکمیت له امله اندېښمن دی.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i159002